د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هنګري وزيراعظم وايي اروپا په یوازې ځان د اوکراین جګړه نشي تمویلولی


ویکټور اروبان (ښي خوا ته ) د نومبر پر اوومه له زېلېنسکي سره په بوداپیسټ کې روغبړ کوي.
ویکټور اروبان (ښي خوا ته ) د نومبر پر اوومه له زېلېنسکي سره په بوداپیسټ کې روغبړ کوي.

د هنګري وزيراعظم ویکټور اوربان وايي چې د امريکا د ولسمشر په توګه د ډانلډ ټرمپ بيا ټاکل کېدل د اروپا لپاره یو نوی حالت رامنځته کولی شي.

نوموړي د نومبر پر اتمه په بوداپېسټ کې د يوې غير رسمي سرمشريزې په پای کې د اروپايي اتحاديې هم منصبو ته وویل چې براعظم په يوازې ځان په اوکراين کې جګړه نشي تمويلولی. د اروپايي اتحاديې مشرانو هغه دوه ورځنۍ غونډه پای ته رسولې چې پکې د اروپا د امنيت او د روسيې لخوا د بې‌اشتعاله جګړې په اړه خبرې وشوې.

دا وروسته له هغې ده چې د ټرمپ بيا ولسمشر جوړېدو د جنګ ځپلي اوکراين لپاره د واشنګټن پر دوامداره ملاتړ او د ناټو ایتلاف د ګډې دفاع لپاره د امریکا پر ژمنتیا شکونه رامنځته کړي. له سرمشریزې مخکې، اوربان، چې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او ټرمپ سره دوستانه اړیکې لري، د هنګري دولتي راډیو ته وویل چې اروپايي ټولنه باید له اوکراین سره د مرستې په اړه پر خپل دریځ له سره غور وکړي. نوموړي دغه شخړه "بايللې جګړه" وبلله.

اوربان د هنګري د وزیراعظمۍ تر څنګ د اروپایي ټولنې د شورا دوره‌ یي مشر هم دی. په دې دوره کې، مشري کوونکی هېواد د شورا د غونډو مشري کوي، د اجنډا ټاکنه کوي چې د ټولنې د پالیسیو په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فیبرورۍ کې پر اوکراین برید کړی دی چې د دې راوروسته هلته جګړه روانه ده. امریکا او اروپایي ټولنه په هغې جګړه کې د اوکراین سره هر اړخیزې مرستې کوي.

XS
SM
MD
LG