د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او اسټرالیا ترمینځ د یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه سبا کېږي


پاکستان او اسټرالیا د لوبلړۍ یوه یوه سیالي ګټلې ده ـ انځور له ارشیفه.
پاکستان او اسټرالیا د لوبلړۍ یوه یوه سیالي ګټلې ده ـ انځور له ارشیفه.

د پاکستان او اسټرالیا ترمینځ د درو یو ورځنیو مېچونو د لړۍ وروستۍ لوبه سبا (د نومبر پر۱۰مه) ده.

ټاکل شوې ده چې مېچ به د پېښور پر وخت اته نیمې بجې د اسټرالیا په پرت میدان کې پیل شي. د سیریز لومړی مېچ اسټرالیا او دویم پاکستان ګټلی دی. تر هغه وروسته، د نومبر پر ۱۴مه، ۱۶مه او ۱۸مه د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲۰ اووره سیالۍ هم ترسره کېږي.

بل پلو، د افغانستان او بنګلا دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمینځ د درو یو ورځنیو سیالیو لړۍ دویمه سیالي نن (د نومبر پر نهمه) د کابل پر وخت دوه نیمې بجې په شارجه کې پیلېږي. دغه راز، وروستۍ سیالي به د نومبر پر ۱۱مه وي. د نومبر پر شپږمه ترسره شوې لومړۍ سیالۍ کې افغانستان بنګلا دیش ته په ۹۲ منډو ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG