د پاکستان کرکټ لوبډلې د پنځوس اووره سیاليوو په درېيمه او وروستئ لوبه کې اسټراليا ته ماتې ورکړه او په دې توګه یې دا لوبلړۍ وګټله.
د نومبر پر لسمه په پرت کې شوې دې لوبه کې کوربه اسټراليا لومړی بیټينګ وکړ او ټول لوبغاړي یې په ۳۲ اوور کې د ۱۴۰ منډو تر جوړولو وروسته اوټ شول. پاکستان دا هدف د دوو ويکټو په زیان په ۲۷م اوور کې پوره کړ.
د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ اسټرالیا او دویم پاکستان ګټلی وو. پاکستانی بالر، حارث رووف په دې دريوو سیاليوو کې لس ويکټې واخیستې او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو.
تر دې وروسته، د نومبر پر ۱۴مه، ۱۶مه او ۱۸مه د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲۰ اووره سیالۍ هم ترسره کېږي.