د سعودي عرب د پوځ مشر فیاض بن حمید الرویلي د نومبر پر ۱۰مه په ناڅاپي سفر تهران ته تللی او هلته یې له خپل ایراني سیال، محمد باقري سره کتلي دي.
د ایران دولتي اژانس ایرنا ویلي چې دواړو پوځي مشرانو د دفاعي اړیکو او دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
د سعودي عرب د دفاع وزارت د نومبر پر ۱۱مه پر اېکس لیکلي دي چې دواړو مشرانو په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو نظامي او دفاعي اړیکو د پراختیا ترڅنګ د سیمې پر امنیت خبرې کړي دي.
الرویلي د سعودي دویم لوړپوړی چارواکی دی چې د ایران او سعودي ترمینځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو له تړون وروسته تهران ته سفر کوي. مخکې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې ایران ته تللی وو.
سعودي عرب او ايران په سيمه کې له يو بل سره د سختې سيالۍ اوږده تاريخچه لري خو د ۲۰۲۳م کال په مارچ مياشت کې یې د چين په منځګړتوب خپلې هغه سفارتي اړیکې بحالې کړې چې اووه کاله مخکې یې پرې کړې وې.
سعودي عرب د ۲۰۱۶ز کال په جنورۍ کې د شیخ نمر النمر په نامه د يو شيعه ديني مشر په ګډون ۴۷ کسان اعدام کړي ول چې تر هغه وروسته په تهران کې قهرجنو مظاهرچيانو د سعودي سفارت ځينو برخو ته اور اچولی وو. تر دې وروسته ریاض له تهران سره سفارتي تعلقات پرې کړی ول.