د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي په ممبۍ کې افغان قونسلګري پاسپورټ ورکول پيلوي


د افغانستان پاسپورټ - انځور له ارشیفه
د افغانستان پاسپورټ - انځور له ارشیفه

په کابل کې د طالبانو حکومت بهرنيوو چارو وزارت وايي د هند په ممبۍ ښار کې طالبانو ته سپارل شوې د افغانستان قونسلګرۍ د پاسپورټونو د ویش لړۍ پيلوي.

د طالبانو د حومکت بهرنيوو چارو وزارت مرستيال وياند، حافظ ضیا احمد تکل د نومبر پر ۱۱مه رسنيوو ته په لېږلي بیان کې ويلي چې په هند کې دېره افغانان کولی شي په ممبۍ کې له افغانستان قونسلګرۍ پاسپورټونه ترلاسه کړي. د هغه په وينا په ممبۍ کې یې د افغانستان سفارت ته ويلي چې په شرايطو برابرو افغانانو ته د پاسپورټ ورکول پيل کړي.

د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د نویو پاسپورټونو د ورکړې اسانتیا نه‌لري. طالبانو نه دي ويلي چې په ممبۍ کې به د افغانستان قونسلګري څنګه دا پاسپورټونه چاپوي؟

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې حکومت نیولی. که څه هم هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو طالبانو ګڼو هېوادونو ته خپل سفيران لېږلي او يا هم د تېر جمهوري حکومت سفيرانو ورسره تعامل کړی دی. البته په ځينو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه تړل شوي دي.

د افغاني پاسپورټونو د وېش د لړۍ د پیل خبر داسې وخت ورکول کېږي، چې د افغانستان لپاره د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي جې پي سینګ تېره اوونۍ د طالبانو له بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي او نورو چارواکو سره وکتل. په دې ملاقات کې په دوه اړخیزو مسايلو خبرې شوې وي.

XS
SM
MD
LG