د لاسرسي ځای

تازه خبر

د غزې په شمال کې ۴ اسراییلي پوځیان وژل شوي دي


د اسراییلو په شمال کې امنيتي ځواکونه او د لومړنۍ مرستې ټيمونه د اېمولانس تر څنګ ولاړ دي ـ انځور له ارشیفه.
د اسراییلو په شمال کې امنيتي ځواکونه او د لومړنۍ مرستې ټيمونه د اېمولانس تر څنګ ولاړ دي ـ انځور له ارشیفه.

د اسراييلو پوځ د نومبر په ۱۲مه ويلي چې په شمالي غزه کې یې څلور پوځيان وژل شوي دي.

پوځ په يو بیان کې وويل چې په دې سره د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبره راهیسې د فلسطين په خاوره کې د وژل شويو اسراييلي سرتېرو شمير ۳۷۶ ته ورسېد.

حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراییل برید وکړ چې پکې یې خواوشا ۱،۲۰۰ اسراييليان ووژل او ۲۴۰ کسان یې یرغمل کړل. وروسته یوشمېر یرغمل کسان د یو جوړجاړي له لارې خوشې شول. اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې په غزې تړانګه کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی او جګړه یې لبنان ته غځولې ده.

په غزه کې روغتيايي چارواکي وايي چې تر هغې وروسته، اسراييلو په خپلو پيل کړيو عملياتو کې تر اوسه پورې په فلسطين کې تر ۴۰،۰۰۰ پورې خلک وژلي دي. په وژل شويو کې د حماس د وسلوالو تر څنګ ولسي وګړي (ښځې او ماشومان) شامل دي.

په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې، څو ځله د اوربند هڅې شوې دي، خو تر اوسه پورې یې نتیجه نه ده ورکړې.

XS
SM
MD
LG