د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالتي جرګګۍ یو امریکايي دفاعي شرکت ته امر کړی چې ۳ پخوانیو عراقیو زندانیانو ته دې ۴۲ مېلیونه ډالره تاوان ورکړي


یو امریکايي پوځي د بغداد ابو غریب زندان د خونو مخې ته تېرېږي - پخوانی انځور.
یو امریکايي پوځي د بغداد ابو غریب زندان د خونو مخې ته تېرېږي - پخوانی انځور.

په امریکا کې یوې عدالتي جرګګۍ د سي اې سي ای په نوم یو امریکايي دفاعي قراردادي شرکت ته حکم کړی دی چې هغو درو عراقیانو ته دې ۴۲ مېلیونه ډالره معاوضه ورکړي چې په ابو غریب زندان کې یې شکنجه کړي ول.

دا خبره د هغوی وکیل د نومبر پر ۱۲مه د جرګګۍ تر امر وروسته کړې ده.

د اییني حقونو مرکز په نوم ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هغه وېرجینیا مېشتي پوځي قراردادي شرکت د ۲۰۰۳ز او ۲۰۰۴ز کلونو په اوږدو کې د ابو غریب زندان په شکنجو او بد چلند کې د ونډې لرلو لپاره مسوول بلل شوی دی.

د جرګګۍ د امر له مخې، مدعیانو سهېل الشیماري، صلاح العیجېلي او اسعد الزبايي ته باید ۱۴، ۱۴ مېلیونه ډالر ورکړل شي.

هغو کسانو عدالت ته ویلي دي چې له وهلو ټکولو، جنسي ځورونو، جبري لوڅولو یا بربنډولو او نور ناوړه چلند سره مخامخ شوي ول.

XS
SM
MD
LG