د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تحریک انصاف مشران وايي پوځ دې سیاست کې مداخلې پر ځای امنیت وساتي


د اسد قیصر (له کیڼ لوري دویم) په ګډون د پاکستان تحریک انصاف مشران په پېښور کې په خبري غونډه کې ناست دي ـ پخوانی انځور.
د اسد قیصر (له کیڼ لوري دویم) په ګډون د پاکستان تحریک انصاف مشران په پېښور کې په خبري غونډه کې ناست دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان تحريک انصاف مشرانو يو ځل بیا پر پوځ غږ کړی چې په سياسي چارو کې د مداخلې پر ځای دې خپل پام امنيت ساتلو ته واړوي.

د هغه ګوند مخکښانو عمر ايوب، اسد قیصر، شبلي فراز، صاحبزاده حامد رضا او احمد خان دا خبرې د نومبر په ۱۲مه د راولپېنډۍ په اډیالې زندان کې د لنډ وخت لپاره تر ګرفتارۍ وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وکړې.

اسد قیصر تور پورې کړ چې هغوی په اډیاله جېل کې د خپل مشر عمران خان د ليدلو لپاره ورغلي ول خو هلته پولیسو د امنيتي ادارو په امر ونیول.

هغه پر پوځ او وفاقي حکومت د نيوکو په ترڅ کې وويل چې پوځ دې یې پر ضد کاروایۍ بس او امن پر ځای کړي. "ستاسو اصلي کار امن راوستل دي. په هغه کار کې تاسې ناکام ياست. تاسي موږ بې عزته کوئ او بيا فکر کوئ چې ډېر بهادر یاست. موږ به ستاسو د دې جبر مقابله کوو. موږ سوله ییز خلک يو. په ملک کې د امن بدترین حالت دی خو تاسو په يو ګوند او عمران خان پسې راخیستې ده. تاسو بايد پر دې پوه شئ چې دا ستاسو د وس کار نه دی."

عمر ایوب هم "د تحريک انصاف خلاف د کاروايانو" پړه پر جاسوسي ادارې (ای اېس ای) او پوځي استخباراتو (اېم ای) واچوله.

هغو ادارو او وفاقي حکومت د دې دعوو په ځواب کې تازه څه نه دي ويلي خو تر دې مخکې پوځي ویندویانو په وار وار په سياست کې مداخلې تور رد کړې البته پر تحريک انصاف یې نيوکې کړې او ویلي یې دي د امنيتي ادارو پر ضد د خلکو د پارولو کوښښ کوي. هغه ګوند دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG