د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام وايي دمشق ته نېږدې د اسراییلو په بریدونو کې یوشمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي


د سوریې دولتي خبري اژانس وايي اسراییل دمشق ته نېږدې پر دوو رهایشي ودانیو بریدونه کړي دی. (انځور: ارشیف)
د سوریې دولتي خبري اژانس وايي اسراییل دمشق ته نېږدې پر دوو رهایشي ودانیو بریدونه کړي دی. (انځور: ارشیف)

د سوریې (شام) دولتي خبري اژانس وايي چې له پلازمېنې دمشق سره نېږدې پر دوو رهایشي ودانیو د اسراییلو په بریدونو کې یوشمېر کسان وژل شوي او ژوبل دي.

اژانس وايي چې لومړۍ حمله د نومبر پر ۱۴مه د دمشق په غرب کې پر المزه او دویمه په القدسیه سیمه کې شوې ده چې پکې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د اسراییلي پوځ راډیو وايي چې په دمشق کې د حملو اهداف د فلسطینۍ وسلوالې ډلې اسلامي جهاد مرکزي دفتر او نورې "شتمنۍ" وې، خو په دې اړه یې نور جزییات ور نه کړل. البته د اسلامي جهاد ډلې یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې په المزه سیمه کې یې په برید کې یو دفتر په نخښه شوی چې پکې د هغې ډلې یوشمېر غړي وژل شوي دي.

د اسراییلو پوځ د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې په غزې تړانګه کې د حماس، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګره ډله بولي، پرضد جګړې ته دوام ورکړی دی.

له هغه وخت راهیسې اسراییلو په لبنان او د سوریې په ځینو سیمو کې هم حملې کړې دي. د سوریې تر پرونیو بریدونو څو ساعته وروسته د لبنان روغتیايي او ژغورنې چارواکو خبر ورکړ چې د هغه هېواد په ختیز ښار بعلبک کې د اسراییلو په بمبارۍ کې د ژغورنې چارو لږ تر لږه ۱۲ کارکوونکي وژل شوي دي. د اسراییلو پوځ لا د هغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG