د پاکستان او اسټرالیا ترمینځ د کرکټ دویمه ۲۰ اوریزه لوبه نن په سیډني کې پیل شوې ده.
اسټراليا ټاس ګټلی او لومړی يې د بېټينګ کولو پرېکړه کړې ده. د درو ۲۰ اوریزه لوبو لومړۍ لوبه اسټرالیا ګټلې وه. خو تر هغه وړاندې د درو ۵۰ اوریزو لوبو لړۍ پاکستان د یو په مقابل کې په دوو بریاوو ګټلې وه.
بل پلو د نومبر پر ۱۵مه د کرکټ په یوه بله لوبه کې د افغانستان تر ۱۹ کالو د کم عمر لوبغاړو لوبډلې پاکستان ته په ۱۰۰ منډو ماته ورکړې وه.
د افغانستان لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټولو اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۶ منډې وکړې او پاکستان ته یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه. پاکستان دا هدف پوره نه کړای شو.
د افغانستان او پاکستان تر ۱۹کالو د کم عمرو لوبډلې په درې اړخیزه سیالیو کې برخه لري چې د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره کېږي، او د اماراتو لوبډله هم پکې شامله ده، برخه اخلي.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه-دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.
د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.