د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلي پوځ د لبنان پر بیروت ښار حمله کړې ده


د ایف ایف پي په ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د بیروت پر جنوبي سیمه تر برید وروسته له ودانیو لوګی خیژي.
د ایف ایف پي په ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د بیروت پر جنوبي سیمه تر برید وروسته له ودانیو لوګی خیژي.

اې ایف پي خبري اژانس خبر ورکړی دی چې اسراییلي پوځ د نومبر پر ۱۶مه د لبنان پر بیروت ښار حمله کړې ده. دا له هغې روسته ده چې اسراییلي پوځ پر خلکو غږ کړی چې له دې سیمو ووځي.

د ایف ایف پي په ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د بیروت پر جنوبي سیمه تر برید وروسته له ودانیو لوګی خیژي.

تر دې برید لږ ساعت وړاندې د اسراییلي پوځ ویاند فیخای ادرعي پر ایکس پاڼه په عربۍ کې ځایي اوسېدونکیو ته ویلي، "تاسو له حارت حریک سیمې سره نږدې یئ چې حزب الله ډله پکې خپل پټڼ ځایونه او وسایل لري، کومو ته چې به په نږدې راروان وخت کې اسراییلي عسکر په خپل پوره قوت ځواب ورکوي."

بلخوا د لبنان سرکاري خبري اژانس این این اې خبر ورکوي چې د دوی په وینا، "دښمن یې نن پر حارت حریک سیمه حمله کړې چې پکې یې ولسي ودانیو ته زیانونه رسولي."

لا هم په دې برید کې د مرګ ژوبلې شمېره مخې ته نه ده راغلې.

حزب الله د ایران ملاتړ لرونکی ګوند او وسلواله ډله ده چې د لبنان د جنوب ډېره برخه کنټرولوي او د هېواد په پارلېمان کې هم استازي لري. امریکا هغه ډله ترهګره بولي او اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېسټ کې اچولې ده.

XS
SM
MD
LG