د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټروډو: کابل کې د يو پخواني کاناډايي سرتېري نيول کېدل جدي مسله ده


جسټن ټروډو په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه
جسټن ټروډو په يوه خبري غونډه کې - انځور له ارشیفه

د کاناډا وزیراعظم جسټن ټروډو ویلي چې په افغانستان کې د کاناډا د ځانګړو ځواکونو د یوه پخواني غړي نیول کېدل ډېر جدي ګڼي.

ټروډو دا څرګندونې د نومبر پر ۱۶مه د پيرو په پلازمېنه لېما کې د ارام بحر یا سمندر د سیمې (اسیا پاسېفېک) اقتصادي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وکړي. البته هغه په دې اړه له ډېرو معلوماتو ورکولو ډډه وکړه.

کاناډايي رسنیو خبر ورکړی چې طالبانو د هغه هېواد يو پخوانی عسکر ډېوېډ لاوري د نومبر پر ۱۱مه کابل ته له رسېدو سره سم نیولی دی.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

رپورټونه وايي چې کله طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه نو هغه کاناډايي سرتېري له ۱۰۰ کسانو سره له افغانستانه په وتلو کې مرسته کړې وه.

هغه پخوا په افغانستان کې د یوې شخصي امنیتي کمپنۍ خاوند وو، خو معلومه نه ده چې لاوري اوس ولې هلته تللی دی.

XS
SM
MD
LG