روسیې تور پورې کړی دی چې امریکايي ولسمشر جو بایډن د روسیې او اوکراین ترمينځ د جګړې اور ته لمن وهي.
د روسي ولسمشر د ماڼۍ ویاند دیمیتري پیسکوف دا څرګندونې د نومبر پر ۱۸مه تر هغې وروسته کړي چې امریکايي رسنیو راپورونه ورکړي چې ولسمشر بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې ده چې امریکايي وسلې په روسیه کې دننه تر اوږده واټڼه استعمال کړي.
نیویارک ټایمز، اشوشيېټېډ پرېس (اې پي) او رویټرز اژانسونو دا راپورونه د نومبر پر ۱۷مه له دې موضوع څخه د خبرو چاروکیو له قوله خپاره کړي دي.
دیمیتري پیسکوف ویلي چې ولسمشر بایډن د اوږده واټڼ ویشتونکو وسلو پر استعمال د لګولو محدودیتونو په لرې کولو سره هڅه کوي چې پر اور تېل وپاشي او د اوکراین شخړه لا پسې تونده کړي.
امریکا او په ناټو کې شاملو نورو هیوادونو تر اوسه د دې لپاره یو حد ټاکلی دی چې امریکايي توغندي په روسیه کې تر کومه ځای پورې برید کولای شي.
سپینې ماڼۍ يا وایټ هاوس تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. که دا خبرونه تاييد شي نو دا به په داسې حال کې د امريکا په تګلاره کې د يوه مهم بدلون څرګندونه وي چې په اړه يې کییف له اوږدې مودې راهيسې غوښتنه کوله.
رویټرز اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې کییف پلان لري چې په راتلونکو څو ورځو کې د ورته اوږد واټن لومړی برید ترسره کړي، خو په اړه يې څه مشخص مالومات نه دي په ډاګه کړي. رویټرز پر دې موضوع د خبرو درې سرچینو په حواله ویلي چې اوکراین ممکن له هغو راکټونو څخه کار واخلي چې تر ۳۰۰ کیلوميټره پورې هدف په نښه کولای شي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېسکي دا راپورونه نه دي تایید کړي، خو ویلي یې دي چې "داسې خبرې اعلانېږي نه بلکې، توغندي به په خپله خبرې وکړي".