د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: په ژمي کې افغان ښځو ته د صحي مرستو ورکړه ستونزمنه شوې


افغانې مېرمنې د خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره په انتظار دي. (انځور: ارشیف)
افغانې مېرمنې د خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره په انتظار دي. (انځور: ارشیف)

د ملګرو ملتونو د ابادۍ یا نفوس اداره وایي چې د افغانستان په کلیوالو سیمو کې د هوا له سړېدو او د واورو له اورېدو سره روغتیایي خدماتو ته د ښځو لاسرسی ستونزمن شوی دی.

دې ادارې د نومبر پر ۱۸مه پر خپله اېکس پاڼه (پخوانی ټيوټر) په یو بیان کې ویلي چې روان ۲۰۲۴ز کال یې د اسټرالیا په ملاتړ ۲.۴ مېلیونو هغو افغانانو ته د ژوند ژغورنې خدمات وړاندې کړي دي چې زیاتره یې ښځې دي.

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق همداراز ویلي ، ښځې او میندې په ځانګړې توګه د زیږون لپاره د ماهرو کارکوونکو په شمول روغتیایي خدماتو او د بیړنیو حالاتو لومړنيو خدماتو ته کم لاسرسی لري چې دا حالت د مړینو او ناروغیو د زیاتېدو سبب کېږي.

XS
SM
MD
LG