د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې پاکستاني ډرون اووه عام وګړي ټپي کړي دي‌


د شمالي وزیرستان د ځايي خلکو او استخباراتي چارواکو په وینا، د میرعلي په موسکي کې د پاکستاني ډرون په برید کې اووه کسان ژوبل شوي دي.

ځايي خلکو او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې دا برید د نومبر پر ۲۲مه په موسکي سیمه کې شوی چې عام کسان یې ژوبل کړي دي.

د استخباراتي ادارې یو چارواکي مشال ریډیو ته ویلي چې پاکستاني ډرون یا کاپټر وسله وال په نښه کول چې هدف یې خطا کړی دی او عام خلک یې ویشتلي دي.

د شمالي وزیرستان ، بنو او د خیبر ضلعې په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې د ولسونو په مظاهرو کې له حکومته او امنیتي ادارو څخه په بیا بیا غوښتنه شوې ده چې د وسلوالو خلاف د عملیاتو پر مهال دې د ولسي خلکو په نښه کول ودروي.

XS
SM
MD
LG