د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر پوتین: پر جنګي حالت سربېره د بېلسټک توغندي ازموینې ته دوام ورکوو


د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین. (انځور: ارشیف)
د روسیې ولسشمر ولادیمیر پوتین. (انځور: ارشیف)

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي که څه هم هېواد یې په جنګي حالت کې دی خو بیا به هم د هغه نوي او منځنی واټڼ ویشتونکی بېلسټیک توغندي ازمویلو ته دوام ورکړي چې د اټومي وسلو وړلو وړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو د اوکراین پر یو شمېر سیمو د نورو کمو طاقت لرونکیو وسلو له لارې حملې کړې دي.

ولسمشر پوتین د نومبر پر ۲۲مه د دفاع وزارت او د هغه هېواد د پوځي صنعتي کمپلکس له چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي چې د روسیې لپاره د جوړ شوي امنیتي خطر او حالاتو ته په کتو به دوی په جنګي حالت کې هم دغه ازموینو ته دوام ورکوي.

دا له هغې وروسته ده چې روسیې د نومبر پر ۲۱مه د اوکراین پر دینپرو ښار په حمله کې د اوریشنک بیلسټک توغندې استعمال وکړ. پر هغه مهال پوتین ویلي وو چې دغه یې پر روسۍ خاوره د امریکایي او برتانوي میزایلو په مرسته د اوکراین د حملې ځواب وو.

XS
SM
MD
LG