د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان ځینو سیمو کې د پوځيانو د تګ راتګ پر وخت ګرځبنديز لګول شوی


پاکستاني پوځیان په جنوبي وزیرستان کې یو غره ته د ختو پرمهال. (انځور: ارشیف)
پاکستاني پوځیان په جنوبي وزیرستان کې یو غره ته د ختو پرمهال. (انځور: ارشیف)

د بر او کوز جنوبي وزيرستان انتظاميې اعلان کړی دی چې د نومبر پر ۲۳مه به د هغو ضلعو په ځينو تحصيلونو کې د پوځيانو د تګ راتګ پر مهال ګرځبنديز وي.

د نومبر پر ۲۲مه په خپرو شويو دوو جلا جلا اعلاميو کې ويل شوي دي چې د بر جنوبي وزيرستان په لده سيمه کې به د نومبر پر ۲۳مه د سهار له شپږو بيا د ماخوستن تر اتو بجو او همدا ډول به د کوز جنوبي وزيرستان په شکۍ سيمه کې د سهار له شپږو بيا د ماسپښين تر دوو بجو ګرځبنديز وي.

ځايي چارواکو ولس ته ويلي دي چې پر دې مهال دې بازارونه وتړي او له سفر کولو دې ډډه وکړي.

دا ګرځبنديز له هغه وروسته لګول شوی چې په دا وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د نومبر پر ۲۱مه په راپور کې ويلي دي چې په دغه هېواد کې د نومبر په لومړيو ۲۰ ورځو کې په وسلوالو بريدونو او نښتو کې ۵۵ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG