د لاسرسي ځای

تازه خبر

د داعش خراسان څانګې د بغلان پر زیارت د برید ذمه واري منلې ده


په افغانستان کې تر دې مخکې هم په زیارتونو بریدونه شوي دي. دا له ارشیفه د غزني د یو زیارت انځور دی.
په افغانستان کې تر دې مخکې هم په زیارتونو بریدونه شوي دي. دا له ارشیفه د غزني د یو زیارت انځور دی.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسلامي دولت (داعش) د خراسان څانګې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د صوفيانو پر زیارت د برید ذمه واري منلې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د نومبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې یوه ورځ وړاندې په هغه برید کې ۱۰ تنه وژل شوي ول.

د راپورونو له مخې، هغه کسان په سید پاچا اغا زیارت کې په عبادت بوخت ول چې وسلوالو ورباندې ډزې وکړې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د نومبر پر ۲۳مه برید غندلی او پر طالبانو یې غږ کړی چې په دې اړه هراړخیزه پلټنه وکړي.

یوناما له طالبانو دا هم غوښتي چې په راتلونکې کې د هغه ډول بریدونو مخه ونیسي او د خلکو خوندیتوب باوري کړي.

تر دې مخکې، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ پر خپله اېکسپاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي ول چې په افغانستان کې "مذهبي اقلیتونه له جدي ګواښ" سره مخامخ دي. هغه زیاته کړې، ټول افغانان حق لري چې په سوله او ارامۍ کې عبادت وکړي.

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پلازمېنې کابل په ګډ‌ون په یوشمېر ولایتونو کې پر جوماتونو، د سېکانو پر ګوردوارې، زیارتونو او شیعه ګانو خونړۍ حملې شوې دي چې د زیاترو ذمه واري داعش منلې ده.

XS
SM
MD
LG