د زیمبابوی کرکټ ملي لوبډلې د پاکستان هغې ته د دريوو پنځوس اووره سیاليوو په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړه.
د نومبر پر ۲۴مه، په بولايوا کې کوربه زیمبابوی لومړی توپوهنه (بیټينګ) وکړ او ټول لوبغاړيیې په ۴۱م اوور کې په ۲۰۵ منډو اوټ شول.
خو د پاکستانۍ لوبډلې په ۶۰ منډو ۶ لوبغاړي اوټ شوي وو چې باران شروع شو. دا مهال ۲۱ اورونه شوي وو. لوبه لنډه او هدف ۱۴۱ منډې وتاکل شو. خو تر هغې وروسته باران دومره زورور وو چې د لوبې جاري ساتلو امکان نه وو. په دې توګه پاکستان دا سیالي په ۸۰ منډو وبایلله.
د زیمبابوی سکندر رضا د ۳۹ منډو کولو او ۲ ويکټو اخیستو له وجې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو. د دې لړۍ دوې نورې لوبې هم شته چې یوه یې د نومبر پر ۲۶مه او بله یې د نومبر پر ۲۸مه کېږي.