هند د پينځوو ټېسټ کرکټ سیاليوو په لومړۍ لوبه کې اسټرالیا ته په ۲۹۵ منډو ماتې ورکړه.
دا پينځه ورځنۍ لوبه د نومبر پر ۲۲مه په پرت کې وشوه. هند لومړی بیټينګ وکړ او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۵۰ منډې جوړې کړي. په ځواب کې یې د اسټراليا ټول لوبغاړي په ۱۰۴ منډو اوټ شول. په دوهمه پاڼۍ کې هند د ۶ لوبغاړو په اوټ کېدو ۴۸۷ منډې وکړي او بيټينګ یې بس کړ.
د هند لخوا یاشاسوي جسوال ۱۶۱ او ويرات کوهلي ۱۰۰ منډې جوړې کړي. دا په ټېسټ کرکټ لوبو کې د کوهلي دېرشمه سلیزه وه.
د هند د ۵۳۴ منډو هدف پوره کولو لپاره د اسټراليا لوبغاړي ژر ژر اوټ کېدل پيل شول. دوی په خپله دوهمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په اوټ کېدو ۲۳۸ منډې جوړې کړي او په دې توګه یې د نومبر پر ۲۵مه دا سیالي په ۲۹۵ منډو وبایلله.
د هند لوبډلمشر جسپریت بومرا په ټوله لوبه کې ۸ لوبغاړي اوټ کړل او د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د ۵ ټېسټ کرکټ سیاليوو دا لوبلړۍ بارډر - ګواسکر ټرافي نومېږي. دا لوبې به د اسټراليا پر بېلابېلو ميدانونو د جنورۍ تر میاشتې روانې وي.