د اوکراین په اړه د نیټو شورا (اېن یو سي) د نومبر پر ۲۶مه په برسلز کې غونډه کوي. په دې لیدنه کې به د تېرې اونۍ پر هغو روسي حملو خبرې وشي چې پکې د منځني واټن ویشتونکیو نویو میزایلو کارول شوی وو.
دا غونډه د اوکراین پر دینپرو ښار د نومبر ۲۱مې د حملې وروسته د کییف په غوښتنه ترسره کېږي، چې پکې به د ناټو اتحادیې ۳۲ غړي هېوادونه او د اوکراین پلاوی هم ګډون وکړي. پر هغه مهال پوتین ویلي وو چې دا برید د روسيې خاورې پر وړاندې د امریکایي او برتانوي میزایلو په مرسته د اوکراین د حملې ځواب وو.
د اوکراین په اړه د نیټو شورا تېر کال د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې جوړه شوې وه، چې هدف یې اوکراین د نیټو غړیتوب ته نېږدې کول وو.
بلخوا، د نومبر پر ۲۶مه د اوکراین په لویدیځه سیمه کې د روسیې ډرون حملې وروسته برېښنا پرې شوې ده.