د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان زېمبابوې ته په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړه


د پاکستان او زېمبابوې ترمينځ دويمه ۵۰ اووره لوبه د نومبر پر ۲۶مه په بولاوايو کې وشوه.
د پاکستان او زېمبابوې ترمينځ دويمه ۵۰ اووره لوبه د نومبر پر ۲۶مه په بولاوايو کې وشوه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې زېمبابوې ته د درو ۵۰ اووره يا يو ورځنيو سیاليو په دويمه لوبه کې په ۱۰ وېکټو ماتې ورکړې ده.

د نومبر پر ۲۶مه په بولاوايو کې کوربه زېمبابوې لومړی توپوهنه وکړه او په ۳۳م اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې وکړې. د پاکستان محمد ابرار تر ټولې زياتې، څلور وېکټې واخیستې.

پاکستانۍ لوبډلې دا هدف په ۱۹م اوور کې بې له کوم لوبغاړي سوځېدو پوره کړ.

د پاکستان صايم ایوب ۱۱۳ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

تر دې وړاندې، د نومبر پر ۲۴مه د دې لوبلړۍ لومړۍ سيالي زېمبابوې ګټلې وه.

د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمينځ به درېيمه او وروستۍ سیالي د نومبر پر ۲۸مه په بولاوايو کې کېږي.

XS
SM
MD
LG