د پاکستان حکومت د ډېسېمبر له لومړۍ نېټې څخه تر راتلونکو دوو اونیو پورې د ډیزلو او پېټرولو بیې لوړې کړې دي.
د مالیې وزارت د نومبر پر ۳۰مه پر اېکس پاڼه (پخوانی ټوېټر) په اعلامیه کې ویلي چې په نړیوال بازار کې د تېلو بیو ته په کتو د یو لیټر ډیزلو نرخ څه باندې درې روپۍ زیاتوي چې ورسره یې نوې بیه ۲۵۸.۴۳ روپۍ ته رسېدلې ده.
وزارت دا راز ویلي چې د یو لیټر ډیزلو بیه شاوخوا څلور روپۍ لوړوي چې ورسره یې نرخ څه باندې ۲۵۲ روپۍ ته لوړ شوی دی.
د پاکستان حکومت د نومبر له لومړۍ څخه هم د ډیزلو بیه شاوخوا څلور روپۍ او د پېټرولو هغه یې څه باندې یوه روپۍ لوړه کړې وه خو د میاشتې په نیمايي کې د تېلو بیې پر ځای زیاتوي.
پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د لوی اقتصادي او مالي بحران له ښکار کېدو راهیسې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور یو لړ موافقې کړې دي او د هغې مالي ادارې د شرطونو پوره کولو لپاره یې پر انرژۍ د حکومتي رعایتونو ختمولو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د تېلو، ګیس او برېښنا بیې لوړې شوې دي.