د روسیې جنګي الوتکو د سوریې (شام) له ځواکونو سره په شریکه پر هغو یاغیانو بمباري کړې ده چې مشري یې اسلامپال وسلوال کوي او د سوریې شمال لویدیځ ښار حلب ډېره برخه یې نیولې وه.
په همدې حال کې ایران د نومبر پر ۳۰مه وویل چې یاغیانو یې په حلب ښار کې پر قونسلګرۍ برید کړی دی.
تهران هغه حمله د "ترهګر عناصرو تېری" بللې البته زیاته کړې يې ده چې پکې هېچا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
د ایران دولتي رسنیو خبر ورکړی دی چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له خپل روسي سیال سېرګې لاوروف سره خبرې کړي دي او دواړو د خپل اوږدمهالې متحدې سوریې د ملاتړ څرګندونه کړې ده.
رسنۍ د عراقچي په حواله وايي چې هغه لاروف ته وویل چې بريدونه "د اسراييلو او امریکا" د هغه پلان برخه دي چې غواړي سيمه بې ثباته کړي. اسراییلو او امریکا لا د نوموړي د تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو واشنګټن تر دې مخکې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د سوریې سوله او ثبات غواړي.
د روسیې او شام د ځواکونو هوايي بریدونه تر هغې یوه ورځ وروسته کړي دي چې اسلامپالو وسلوالو او د هغوی ترکیو ملاتړ لرونکو اتحادیانو په ناڅاپي توګه د ولسمشر بشارالاسد د حکومت پرضد عملیات پیل کړل او لرغوني ښار حلب ته داخل شول.