د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په خوست کې ۴ نارینه او یوه ښځه په درو وهلي دي


دا د ۲۰۱۵ز کال د اګست ۳۱مې انځور دی چې پکې يو قاضي په غور ولایت کې ښځه په درو وهي.
دا د ۲۰۱۵ز کال د اګست ۳۱مې انځور دی چې پکې يو قاضي په غور ولایت کې ښځه په درو وهي.

د طالبانو د حکومت ستره محکمه وايي چې د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه یې په خوست کې څلور نارینه او یوه ښځه په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د حکومت دې ادارې د دسمبر پر لومړۍ نېټه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دوه تنه د نامشروع اړیکو په جرم هر یو په ۳۹ دُرو او درې نور د زنا په جرم د خوست ولایت د ابتدايي محکمې له خوا په بند محکوم شول.

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په اعلاميه کې راغلي چې دغه کسان له ۱۰ مياشتو تر څلورو کلونو بند هم محکوم شوي دي.

په داسې حال کې چې طالبانو په ټول افغانستان کې بدني سزاوې زیاتې کړي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د روان کال د جولای له لومړۍ د سېپټېمبر تر ۳۰مې پورې ۱۱۱ کسان چې ۱۶ یې ښځې دي په درو وهل شوي.

په درو وهل د سزا یو ډول دی چې په کې مجرم د قانون له مخې په تسمه یا لښتې وهل کېږي. دا سزا په ځینو اسلامي هېوادونو کې د شریعت د قوانینو پر اساس ورکول کېږي.

د بشري حقونو سازمانونه او فعالان په درو وهل "غیر انساني او ظالمانه" کار بولي، خو د طالبانو حکومت د خپل دې اقدام دفاع کوي او دا د تشریح شويو "اسلامي قوانینو" عملي کېدل بولي.

XS
SM
MD
LG