د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین او اردغان د شام پر روان وضعیت غږېدلي دي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په قازقستان کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره ستړي مه شي کوي - پخوانی انځور.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په قازقستان کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره ستړي مه شي کوي - پخوانی انځور.

د روسیې او ترکيې ولسمشرانو د سوریې (شام) په شمال کې د شخړې د حل لپاره د سفارتي هلو ځلو پر اړتيا ټينګار کړی دی.

ولادیمير پوتین او رجب طيب اردغان د ډېسېمبر په درېیمه له یو بل سره په ټېلېفوني خبرو په شام کې د جګړې پر بيا پيلېدو خبرې وکړې.

د ترکيې د ولسمشر دفتر په بیان کې ویلي دي چې سوریه باید په سیمه کې د "غټې بې ثباتۍ" وسیله و نه ګرځي. په بیان کې د اردغان له قوله راغلي دي چې ترکیه د شام "ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی" لري او د مسلې د "عادلانه او دایمي حل" لپاره هلې ځلې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر په پای کې یاغیانو د سوریې د دویم لوی ښار حلب یوشمېر سیمې ونیولې. هغه یاغیان د ترکیې ملاتړ لري چې مشري یې القاعده پلوې هیت تحریر الشام ډله کوي. په حلب کې شاوخوا دوه مېلیونه وګړي اوسي. یاغیانو د ښار د نیولو لپاره د نومبر له ۲۷مې څخه له ادلېبه حرکت پیل کړ چې یوشمېر واړه ښارونه یې هم نیولي دي.

په همدې حال کې د سوریې او روسیې جنګي الوتکو پر حلب هوايي حملې هم کړې دي. د شام د بشري حقونو د څار ډلې د نومبر پر ۳۰مه وویل چې په جګړه کې د ۴۴ ولسي وګړو په ګډون لږ تر لږه ۳۲۷ تنه وژل شوي دي.

راپورونه وايي، په شام کې د یاغیانو پرمختګ خلک له جنګځپلې سیمې څخه خوندي ځایونو ته کډو کولو ته اړ کړي دي.

XS
SM
MD
LG