د هند او بنګلادېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې په نیمه پایلوبو کې تر بریا وروسته د ۵۰ اووره کرکټ اسیا جام پایلوبې ته وتلې دي.
د ډېسېمبر پر شپږمه لومړۍ نیمه پایلوبه د دوبۍ په لوبغالي کې د بنګلادېش او پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمینځ وشوه. په هغه سیالۍ کې پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه خو ټول لوبغاړي یې په ۳۷ اوورونو کې په ۱۱۶ منډو وسوځېدل.
په ځواب کې بنګلادېش ټاکلی هدف د ۲۳م اوور په پیل کې د درو لوبغاړو په زیان پوره کړ.
په همدې حال کې هندۍ لوبډلې د شارجې په لوبغالي کې په دویمه نیمه پایلوبه کې سري لنکا ته په اووه وېکټو ماتې ورکړه.
په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ سري لنکا وکړ او ټول لوبغاړي یې په ۴۷م اوور کې په ۱۷۳ منډو وسوځېدل. د هند ۱۹ کلنو لوبډلې ټاکلی هدف په ۲۲م اوور کې د درو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
ټاکل شوې چې د هند او بنګلادېش لوبډلې د ډېسېمبر پر شپږمه د دوبۍ په لوبغالي کې په پایلوبه کې یو بل ته مخامخ شي.