د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي ځواکونود سوریې د حمص او حما تر مینځ پل او لوی سړک په نښه کړي


د سوریې په حما ښار کې حکومت مخالف وسله وال د یاد ښار تر نیولو وروسته را غونډ شوي دي.
د سوریې په حما ښار کې حکومت مخالف وسله وال د یاد ښار تر نیولو وروسته را غونډ شوي دي.

روسي ځواکونو په سوریه کې په داسې حال کې پر یو مهم پله او سړک بمباري کړې چې د سوریې حکومت مخالف وسلوال حمص ښار ته د نږدې کېدو په حال کې وو.

رویټرز خبري اژانس د شام یو پوځي افسر له قوله ویلي چې په شپه کې د روسیې بمبارۍ د حمص او حما تر مینځ یو پول او لوی سړک په نښه کړی دی.

دا بمباري د وسلوالو مخالفینو د تګ د سوکه کولو په خاطر په داسې حال کې شوې چې زرګونه خلک له سیمې وتلي دي.

په لندن کې مېشتې د سوریې د حقونو څارونکې ادارې ویلي چې ولسي وګړي له حمص څخه د میدیترانین ساحلي سیمو لاذقیه او طرطوس سیمو ته روان دي.

د دوی په وینا، هغه سیمې د حکومت تر کنټرول لاندې دي او پکې د روسیې هوايي او بحري اډې موجودې دي.

ملګرو ملتونو د ډېسېمبر پر شپږمه وویل چې په سوریه کې شا وخوا درې لاکه کسان وار له مخه د نومبر له میاشتې راهیسې په جګړه کې بېکوره شوې دي.

یادې ادارې امکان ښودلی چې په راتلونکي کې ښايي شا وخوا ۱۵ لاکه نور کسان د حکومت مخالفه وسلوالو د مخ ته تګ له امله بېکوره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د شام ولسمشر بشار الاسد په ۲۰۱۱م کال کې په هیواد کې د شخړې پیدا کېدو راهیسې په واک کې د اوسېدو لپاره په ایران او روس تکیه کوي.

د اسلامپالې هیت تحریر شام ډلې په مشرۍ وسلوالو په دا ورستیو ورځو کې پرمختګ کړی چې د ۱۴ کلیوالو سیمو او ښارګوټو په ګډون یې دویم لوی ښار حلب هم نیولی دی.

امریکا، برتانیا، کاناډا او اروپايي اتحادیه هیت تحریر ال شام یوه ترهګره ډله بولي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریه زخارووا وویل چې ټاکل شوې د ماسکو، تهران او انقرې لوړ پوړي سفارتکاران د ډېسېمبر پر اوومه په قطر کې په روانو حالاتو د بحث لپاره ملاقات وکړي.

XS
SM
MD
LG