د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلسطیني چارواکي وايي، د اسراییلو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي


تر دا مهاله دا نه دي ویلي شوي چې په دغو کې څومره وژل شوي جنګیالي دي. (انځور: ارشیف)
تر دا مهاله دا نه دي ویلي شوي چې په دغو کې څومره وژل شوي جنګیالي دي. (انځور: ارشیف)

په غزه کې د اسراییلو بریدونه دوام لري او ګاونډیانو له سوریې سره خپلې پولې تړلې دي.

فلسطیني چارواکي وايي، د غزې په شمال کې د یوه وروستي پاتې روغتون په شاوخوا کې د اسراییلو په بریدونو کې د څلورو طبي کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي دي.

د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګر ګرځول شوي حماس پر وړاندې د اسراییلو جګړې د غزې پراخې سیمې ویجاړې کړې دي او د ۲.۳ میلیونه نفوس ۹۰ سلنه یې بې ځایه کړي چې زیاتره پکې څو ځله بې ځايه شوی دي.

دا جګړه هغه مهال پیل شوه چې د حماس تر مشرۍ لاندې وسله والو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییلو پر جنوبي سیمو برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل چې ډېری یې عام ولسي وګړي وو. او شاوخوا ۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اسراییلو په غچ اخیستونکي برید کې لږترلږه ۴۴۶۰۰ فلسطینیان وژل شوي، چې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي.

تر دا مهاله دا نه دي ویلي شوي چې په دغو کې څومره وژل شوي جنګیالي دي. اسراییل وايي، له شواهدو پرته یې تر ۱۷۰۰۰ ډېر وسله وال وژلي دي.

XS
SM
MD
LG