د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اوروزګان کې ټرافیکي پېښې ۳ تنه وژلي دي


په افغانستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي - پخوانی انځور.
په افغانستان کې وخت په وخت په ټرافیکي پېښو کې خلکو ته مرګژوبله اوړي - پخوانی انځور.

د افغانستان په اوروزګان کې د یو ګاډي اوښتو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۱۶ ژوبل دي.

د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي چې پېښه د ډېسېمبر پر اتمه سهار په خاص اوروزګان ولسوالۍ کې شوې ده.

چارواکو ویلي چې ګاډی د ډرېور د بې احتیاطۍ له وجې چپه شو، خو د سیمې اوسېدونکي د لارو د خرابولي شکایت کوي او وايي، له کبله یې ټرافیکي پېښې ډېرې کېږي.

په افغانستان کې اکثر ټرافیکي پېښې د قوانینو نه عملي کېدو، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د سړکونو خرابوالي، د خورا پخوانیو یا د ښي لاسو ګاډو استعمال او پر وخت د ګاډو معاینې او مرمت نه کولو له کبله پېښېږي چې مرګژوبله اړوي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۴ز کال په مارچ کې په هېلمند ولایت کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۱۱ ژوبل شوي ول. د طالبانو حکومتي چارواکو هغه مهال ویلي ول چې پېښه د یو مساپر لېږدوونکي بس، د تېلو ټانکر او موټرسایکل د ټکر له وجې شوې وه.

بي بي سي پښتو د چارواکو له قوله وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په افغانستان کې څه باندې ۳،۰۰۰ ټرافیکي پېښې شوې وې او ډېره مرګژوبله پر لویو لارو اوښتې وه.

XS
SM
MD
LG