د بنګلادېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې هند ته په ۵۹ منډو په ماتې ورکولو د ۵۰ اووره کرکټ اسیا جام اتله شوه.
د ډېسېمبر پر اتمه پایلوبه د دوبۍ په لوبغالي کې وشوه چې پکې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او ټول لوبغاړي یې په وروستي اوور کې په ۱۹۸ منډو وسوځېدل.
په ځواب کې هندۍ لوبډله په ۳۶م اوور کې په ۱۳۹ منډو وسوځېده او پایلوبه یې بایلوده.
د بنګلادېش عزیزالحکیم تمیم او محمد اقبال حسین ایمان درې، درې او ال فهد دوه وېکټې واخیستې.
د اسیا کرکټ شورا وايي چې ایمان د سیالۍ او د ټولې اتلولۍ (ټورنامېنټ) غوره لوبغاړی شو.
هند او بنګلادېش د ډېسېمبر پر شپږمه په نیمه پایلوبو کې سري لنکا او پاکستان ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لاره موندلې وه.