د پاکستان پوځ دعوه کړې ده چې د بلوچستان په پښتون مېشته سيمه ژوب کې يې ۱۵ وسلوال وژلي دي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې د ډېسېمبر پر ۱۰مه په خپاره کړي بیان کې ويلي دي چې د استخباراتي معلوماتو پر اساس يې د وسلوالو خلاف د عملیاتو پرمهال يې د ډزو په تبادله کې ۱۵ وسلوال ووژل. بيان زياتوي چې پر دې مهال يو پوځي هم ووژل شو.
په بیان کې دا نه دې ويل شوي چې وسلوال د کومې ډلې ول.
تر اوسه وسلوالو په دې اړه غبرګون نه دی ښوولی او نه هم خپلواکه سرچينو دا دعوه تاييد کړې ده.
تر دې وړاندې هم په ژوب او شاوخوا سيمو کې د وسلوالو او پوځ ترمینځ ورته نښتې شوې وې چې پرضد يې سياسي ګوندونو احتجاجونه او جرګې کړې دي. غوی په وار وار تور پورې کړی دی چې د يوه منظم پلان له مخې د سيمې د امنیت د خرابولو هڅې کېږي.
بلخوا حکومت او پوځ هم په وار وار ويلي دي چې هغوی امنيت ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف يې هدفي عمليات روان دي.