د فرانسې ولسمشر او د پولینډ وزیراعظم د ډېسېمبر پر ۱۲مه په اوکراین کې د سوله ساتو ځواکونو د ځای پر ځای کولو په اړه خبرې کوي.
د مشال راډیو اوکراینۍ څانګې د دوو خبري سرچینو په حواله خبر ورکوي چې اېمانوېل مکرون او ډونلډ توسک د پولینډ په پلازمېنه وارسا کې خبرې کوي. د سرچینو په حواله، دواړه مشران په اوکراین کې تر جګړې وروسته د سوله ساتو ځواکونو د ساتلو پر موضوع غږېږي.
پولینډۍ رسنۍ ژیچپوسپولېتا د نامعلومو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې دواړه اروپايي مشران پر دې غور کوي چې د اوکراین د امنیت د تضمین په خاطر د بېلابېلو هېوادونو تر ۴۰،۰۰۰ پورې سوله ساتي سرتېري ځای پر ځای کړي.
د امریکا په وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو کې د ډانلډ ټرمپ تر بریا وروسته په اروپا کې ډېپلوماټیکې هلې ځلې زیاتې شوې دي او مشران هڅه کوي چې د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر ۲۰مه سپیڼې ماڼۍ ته د ټرمپ تر رسېدو مخکې، د اوکراین جګړې ته د منلو وړ یو حل پیدا کړي.
په ورته وخت کې د ډېسېمبر پر ۱۱مه د اوکراین په زپورېژیا کې پر یو کلېنېک د روسیې د توغندیو په برید کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او ۲۲ ژوبل شوي دي. د اوکراین هغه جنوبي ښار په دوامداره توګه د روسیې د توغندیو له بریدونو سره مخامخ دی. تر دې وړاندې د ډېسېمبر پرشپږمه په یو بل برید کې هم ۱۰ کسان وژل شوي ول.