ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډېسېمبر پر ۱۳مه د افغانستان پر وضعیت غونډه وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ډېسېمبر پر ۱۱مه پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) لیکلي چې د یوناما مشره روزا اوتنبایېوا غونډې ته وینا کوي.
دا په ۲۰۲۴ز کال کې په امنیت شورا کې د افغانستان په اړه څلورمه غونډه ده او پر داسې وخت کېږي چې یوناما د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي ول چې په افغانستان کې وسلوالې نښتې کمې شوې دي، خو بشري حقونه له خطر سره مخامخ دي.
امنیت شورا هم په تېرو وختونو کې په افغانستان کې بشري حالات، په ځانګړې ډول، د ښځو او نجونو وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ بللی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډېسېمبر په پيل کې په طبي انسټېټیوټونو کې د افغانو نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه.
طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وپارول.
د بشري او ښځو حقونو نړیوالې ادارې او فعالان وخت په وخت پر طالبانو انتقاد کوي، خو هغوی وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي.
البته د طالبانو حکومت تر اوسه دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې درو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی او کله به نجونه زده کړو ته اجازه او لاسرسی ولري.