د اوکراین د برېښنا سرکاري ادارې د ډېسېمبر پر ۱۳مه ویلي دي چې روسیې د هغه هېواد د انرژۍ پر تنصیباتو لویې حملې کړي دي، چې پکې یې د کروز میزایلو او ډرونونو استعمال کړی دی.
د برېښنا سرکاري ادارې ویلي دي چې د دغو حملو له وجې په ټول هېواد کې د برېښنا (بجلۍ) رسد کمولو ته مجبوره شوې ده.
د اوکراین د انرژۍ وزیر هېرمن هالوشچېنکو پر فېسبوک لیکلي دي چې یو ځل بیا د اوکراین د انرژۍ څانګه د پراخو بریدونو لاندې راغلې ده. هغه زیاته کړې چې د دوی د انرژۍ کارکوونکي د دغو حملو د زيانونو په کمولو کې بوخت دي.
بلخوا په جنوبي ښار اوډیسا کې د ګڼو چاودنو راپورونه ورکړل شوی دی او د کییف چارواکي وایي چې د دوی هوایي دفاعي نظام فعاله دی.
هالوشچېنکو دا هم ویلي چې د حملو له ودرېدو وروسته به د تاوانونو په اړه کره معلومات راټولوي.
بلخوا د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د روسیې تر حملو وروسته پر اېکس پاڼه لیکلي چې باید د روسیې حملې ناکاره کولو لپاره ورسره اتحادیان په هوایي دفاعي نظام کې نوره مرسته وکړي.