د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په ۲۰ اووره کرکټ لوبه کې زېمبابوې ته ماتې ورکړه


د ډېسېمبر پر ۱۳مه افغان توپوهونکي دروېش رسولي د زمبابوې خلاف تر ټولو زياتې ۵۸ منډې وکړې.
د ډېسېمبر پر ۱۳مه افغان توپوهونکي دروېش رسولي د زمبابوې خلاف تر ټولو زياتې ۵۸ منډې وکړې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دويمه ۲۰ اووره لوبه کې زېمبابوې ته په ۵۰ منډو ماتې ورکړه.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه د زېمبابوې د هرارې په لوبغالي کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۵۳ منډې وکړې.

په ځواب کې د زېمبابوې ټول لوبغاړې په ۱۸م اوور کې د ۱۰۳ منډو تر کولو وروسته وسوځېدل.

راشد خان او نوين الحق د زېمبابوې درې، درې لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان دروېش رسولي د لوبې غوره لوبغاړی شو. هغه د زېمبابوې خلاف په ۴۲ توپونو ۵۸ منډې وکړې.

د افغانستان او زېمبابوې تر مينځ د روانو درو ۲۰ اووره سياليو لومړۍ لوبه زېمبابوې ګټلې وه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمينځ درېيمه او وروستۍ لوبه د ډېسېمبر پر ۱۴مه وشي.

تر هغه وروسته به د دواړو هېوادونو ترمينځ درې يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره او دوې پينځه ورځنۍ يا ټېسټ لوبې کېږي.

XS
SM
MD
LG