د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک ییول په دویم ځل له استیضاح (مواخذې) سره مخامخ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د ډېسېمبر پر ۱۴مه د هغه هېواد په سرښار سیول کې زرګونو خلکو د ولسمشر پر ضد په مظاهره کې برخه واخیسته.
دوی د جنوبي کوریا د ولسمشر لخوا د اعلان شوې ناکامې پوځي کودتا په سر د مواخذې لپاره تر رایې اچونې څو ساعته وړاندې مظاهره کوله. مظاهره کوونکي غوښتنه کوي چې ولسمشر دې استعفا ورکړي.
استیضاح یوه قانوني پروسه ده چې د یو لوړپوړي حکومتي چارواکي لکه ولسمشر د دندې د پرېښودلو لپاره هغه وخت کېږي چې هغه د جدي جرمونو، فساد، د قدرت ناوړه کارونې یا د دندې په ترسره کولو کې د مسؤلیتونو په وړاندې پاتې راشي.
د یادولو وړ ده چې د ولسمشر یون سوک ییول پر ضد د استیضاح لومړۍ هڅه ناکامه شوې وه. په عین حال کې د سرښار سیول په بله څنډه کې بیا زرګونو خلکو د ولسمشر په حق کې هم مظاهره کړې ده.
دوی د وطن د مینې سندرې غږولې او د جنوبي کوریا او امریکا بیرغونه یې رپول. په پارلېمان کې د ولسمشر د استیضاح لپاره ۲۰۰ ووټونه پکار دي؛ په بله مانا اپوزیسیون باید د ولسمشر د ګوند اته پارلماني غړي هم دې ته رضا کړي چې خپله وفاداري بدله کړي، په دوی کې اوو تنو ورسره ژمنه کړې ده.