د اسراییلو وزیر اعظم بنیامین نتنیاهو د دسمبر پر ۵مه ویلي چې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې د شام پر حالت خبرې او په سیمه کې یې د اسراییلو پر سوله ییز نیت ټینګار کړی دی.
نتانیاهو په یوه بیان کې ویلی، "موږ له شام سره په جګړه کې دلچسپي نه لرو او موږ به د شام په اړه د اسراییلو تګلاره د ځمکې د واقعیت له مخې وټاکو."
اسراییلي وزیراعظم زیاته کړه چې شام له لسیزو راهیسې د دوی "یو فعال دښمن دولت" اوسېدلی دی.
د ده په وینا، شام په وار وار پر اسراییلو بریدونه کړي او نورو ته یې اجازه ورکړې چې د دې هیواد پرضد عملیات وکړي.
نتنیاهو ویلي چې له ډونلډ ټرمپ سره یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې له قتل عام وروسته د حماس له خوا د یرغمل شویو اسراییلو د خلاصون لپاره د روانو هڅو په اړه هم خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې دوی به د خپلو ټولو یرغمل شویو، ژوندیو او مړو کورونو ته د ستنیدو لپاره په نه ستړي کیدونکي ډول عمل ته دوام ورکړي.
د اسراییلي سرچینو په وینا، د مړو په ګډون شاوخوا سل تنه یرغمالیان لا هم د حماس په لاس کې دي.