د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیواله اداره وايي، سخت ژمي د افغان کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی


په کابل کې دوو ښځو د سړک پر غاړه له يو ماشوم سره د ځان تودولو لپاره اور بل کړی دی ـ انځور له ارشيفه
په کابل کې دوو ښځو د سړک پر غاړه له يو ماشوم سره د ځان تودولو لپاره اور بل کړی دی ـ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې (ډبليو اېف پي) ویلي دي چې سخت ژمي د افغان کورنیو ژوند ستونزمن کړی دی.

دې سازمان د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر خپله اېکس پاڼه په یوه بیان کې اندېښنه ښوولې ده چې په افغانستان کې مېلیونونه کورنۍ د کافي خوړو نه درلودو ترڅنګ له شديدې يخنۍ سره مخامخې دي.

په بیان کې راغلي دي چې ډېری کورنۍ اړې دي چې د خپلو خونو د تودو ساتلو لپاره د سون توکو اخیستلو او د خپلو ماشومانو لپاره د خوړو پیدا کولو ترمينځ یو سخت انتخاب وکړي.

د ملګرو ملتونو په ګډون بېلا بېلو مرستندویه ادارو ویلي دي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلي واکمنۍ وروسته په هغه هېواد کې بې وزلي او بې کاري زیاته شوې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) بيا ویلي دي چې په ۲۰۲۴ ز کې له اندازه شويو شاوخوا ۲۳ مېلیونو اړمنو افغانانو څخه یوازې له ۱۵ مېليونو سره يې مرستې شوې دي.

XS
SM
MD
LG