د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د دې هیواد یو لوړپوړی پوځي افسر او د هغه مرستیال په بمي چاودنه کې وژل شوي دي.
د روسیې د تحقیقاتو کمېټۍ په یو بیان کې ویلي دي چې لېفيټننټ جنرال ایګور کیریلوف او د هغه مرستیال نن سهار وختي (د ډېسېمبر پر ۱۷مه) د مسکو د یوې ودانۍ په داخلي دروازه کې د هغه بم په چاودنه کې وژل شوي دي چې په موټر سایکل کې اېښوول شوی وو.
بیان لیکي چې جنرال کیریلوف د روسیې د اټومي، کيمیاوي او بیالوژیکي ساتندویه ځواکونو مشر وو.
د تحقیقاتو کمېټۍ په بیان کې زیاته شوې ده چې په دې اړه پلټنې روانې دي.
دا تر هغه یوه وروځ ورسته ده چې د اوکراین څارنوالانو په رسمي توګه پر ایګور کیریلوف تور پورې کړ چې د روسیې له خوا پر اوکراین د ناپارولي یرغل پر مهال یې د اوکراین پر ځواکونو کيمیاوي وسلې کارولې دي.