د پاکستان او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې د یو ورځني یا ۵۰ اووره کرکټ په دویمه سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.
د کېپ ټاون په لوبغالي کې د ډېسېمبر ۱۹مې سیالي د پېښور پر وخت د ماښام پر پینځو او د کابل پر څلور نیمو بجو پیلېږي.
تر دې یوه ورځ مخکې پاکستان په لومړۍ سیالۍ کې کوربه جنوبي افريقا ته په درو وېکټو ماتې ورکړه. د پارل په لوبغالي کې په لومړۍ سیالۍ کې جنوبي افریقا توپوهنه وکړه او په ټاکليو ۵۰ اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په زيان ۲۳۹ منډې وکړې. په ځواب کې د پاکستان لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۵۰م اوور کې د اووه لوبغاړو په زيان پوره کړ او سیالي يې وګټله.
ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمينځ وروستۍ سیالي د ډېسېمبر پر ۲۲مه وشي.
تر هغې وروسته به پاکستان او جنوبي افريقا د ډېسېمبر پر ۲۶مه او د ۲۰۲۵ز کال د جنورۍ پر درېيمه دوه پينځه ورځنۍ يا ټېسټ لوبې کوي.
تر دې وړاندې، د دواړو لوبډلو ترمينځ د درو ۲۰ اووره سياليو په لوبلړۍ کې جنوبي افريقا دوې لوبې ګټلې وې او يوه د باران له امله منسوخه شوې وه او دا ډول کوربنې لوبډلې له پاکستانه لوبلړۍ په دوه ـ صفر ګټلې وه.