د افغانستان په پکتيا ولايت کې د طالبانو د سترې محکمې په امر اته کسان په دورو وهل شوي دي.
محکمې د ډېسېمبر په ۱۸مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې هغه کسان په "غلا، قتل، سړي تښتونې او په نامشروع اړیکو درلودلو" تورن ول چې په عام محضر کې په ۳۹ دورو وهل شوي، او له دوو څخه تر ۱۰ کلونو پورې په بند هم محکوم شوي دي.
تر دې یوه ورځ مخکې چارواکو په پروان ولایت کې ځايي چارواکو د درو ښځو په ګډون پر پینځو کسانو "د نا مشروع اړیکو" په تور په عام محضر کې د دورو حکم عملي کړی وو. داراز، د ډېسېمبر پر ۱۶مه طالبانو په کندوز ولایت کې درې کسان د خلکو په موجودګۍ کې په دورو وهلي وو.
تر دې وړاندې هم طالبانو د کابل په ګډون د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د ښځو په ګډون سلګونه کسان په بېلابېلو تورونو د خلکو مخې ته په دورو وهلي دي چې ورباندې د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو نيوکې کړې دي.
نړیوال بنسټونه، ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې بدني سزاګانې د بشري حقونو سرغړونه بولي او په بیا بیا یې له طالبانو غوښتي چې دا ډول سزاګانې دې ودروي. خو د طالبانو حکومت لا هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر تورنو کسانو د دا ډول سزاګانو تطبیق ته دوام ورکړی دی.