د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات زده کوونکو د جهانزېب کالج د لوبغالي د تړل کېدو ضد احتجاج کړی


په سوات کې لوبغاړي فوټبال کوي - پخوانی انځور.
په سوات کې لوبغاړي فوټبال کوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د سوات په مېنګوره کې د لوبو حکومتي څانګې ته د جهانزېب کالج لوبغالي د سپارلو غوښتنې او د لوبغالو د خراب حالت پر ضد مظاهره شوې ده.

د ډېسېمبر ۱۹مې په لاریون کې زده کوونکو، د سوداګرو اتحادیو او لوبغاړو ګډون وکړ.

د مظاهرې یو ګډونوال حارث باچا مشال رېډیو ته وویل چې د جهانزېب کالج ګراسي لوبغالی له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهیسې د بیارغونې په نامه تړل شوی دی او صوبايي حکومت یې د لوبو حکومتي څانګې ته نه سپاري.

د مظاهرې نورو ګډونوالو وویل چې په سوات کې په وروستیو کې د لوبو د ډګرونو حالت ډېر خراب شوی دی او ښايي د سیمې ځوانان د تفریحي ځایونو د نه شتوالي له امله نشو ته مخه وکړي.

احتجاجیان د مظاهرې پرمهال په سيدو شریف کې د سوات ډېپټي کمېشنر دفتر ته ورغلل او غوښتنې یې چارواکو ته وړاندې کړې.

ډ‌ېپټي کمېشنر شهزاد محبوب هغوی ته ډاډ ورکړ چې د دې مسلې د هواري لپاره به یوه کمېټي جوړه کړي. زده کوونکو د نوموړي په ډاډ احتجاج ختم کړ.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG