د اوکراین په سرښار کییف او جنوبي سیمې خېرسون کې د روسیې په سختو هوايي بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
د ډېسېمبر پر ۲۰مه هغه مهال د څو ساعتونو لپاره په ټول اوکراین کې د عمومي هوایي برید خبردارې ورکړل شوی وو. په عین حال کې د اوکراین د پوځي ادارې مشر سيرهي پوپکو وویل چې روسیې اته توغندي یوازې پر کییف وتوغول.
د اوکراین ښارونه او بېخبنا په باقاعده ډول د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو تر بریدونو لاندې راغلې دي. په عین حال کې د اوکراین ځواکونه چې د وسلې او سرتېرو له کمي سره مخامخ دي، د اوکراین په ختيزو برخو کې د روسیې په پرمختګ کې له ستونزو سره مخامخ دي.
عیني شاهدانو ويلي دي چې د کییف په هولوسییف ولسوالۍ کې په حمله کې یو تن وژل شوی دی. د پوپکو په خبره، په هغه برید کې ښايي بیلېسټېک توغندي او پرمختللی هایپر سانک توغندي کارول شوي وي. نوموړي زياته کړه چې هغه بريدونو کې د ګيسو نلليکې ته زيان رسېدلی دی.
د کییف ښاروال ویتالي کلیتشکو خبر ورکړی دی چې د روسیې د بې پیلوټه الوتکو ټوټې د پلازمینې په څلورو ولسوالیو ( هولوسییف، سولومیانسک، سهېفخېنکیفسک او دنیپروفسک کې وغورځېدلې چې پکې لږ تر لږه دوه کسان ژوبل شوي دي. بلخوا په خېرسون کې یو ۶۰ کلن سړې په حمله کې وژل شوی او دوه نور کسان ژوبل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزیر پر ټېلېګرام ويلي دي چې دا بریدونه د روسیې پر اهدافو د اوکراین د بریدونو په ځواب کې شوي دي.