د جرمني په ماګدبورګ ښار کې د کرسمس په یوه بازار کې د دسمبر پر ۲۰مه ناوخته یو تن خپل موټر پر خلکو خېژولی چې په نتيجه کې یې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۶۰ نور ژوبل شوي دي.
اسوشیټیډ پریس خبر ورکړی دی چې د جرمني چارواکو موټر چلوونکی نيولی دی. اژانس د چارواکو په حواله ويلي دي چې دا کار قصداً شوی دی.
ماګدبورګ، د برلین په لویدیځ کې، د ساکسوني-انهالټ ایالت مرکز دی. رویټيرز خبري اژانس د دې ايالت لوړ پوري چارواکي رينېر هسيلوف په حواله ويلي چې برید کوونکی د سعودي عرب ۵۰ کلن ډاکټر دی چې په جرمني کې دایمي استوګنه لري او له تېرو شاوخوا دوو لسیزو راهيسي ژوند کاوه.
روټيرز اژانس د ځايي رسنۍ اېم ډي ار په حواله وايي د چې بريد ترشا وجوهات معلوم نه دي.
د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر ۱۹مه په برلین کې یوه بریدګر د کرسمس په یوه مارکیټ کې پر خلکو یوه لارۍ خېژولې وه وه چې له امله یې ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي وو.
هغه برید کوونکی څو ورځې وروسته په ایټالیا کې په ډزو ووژل شو. تر اوسه کومې ډلې د تازه پېښې ذمه واري نه ده منلي.