اوکراین د ډېسېمبر پر ۲۰مه له هغې وروسته د روسيي پر کورسک سيمه د هوايي توغنديو بريد کړی چې څو ساعته مخکې روسيې د هغه هېواد پرپلازمينه کېف پراخ هوايي بريدونه وکړل.
اوکرایني چارواکي وايي، پر کییف په بريدونو کې يو تن وژل شوی او د شپږو سفارتخانو په ګډون يوې تاريخي کليسا او نورو ودانيو ته هم يې زيان رسېدلی دی.
د روسیې څېړنیزې کمېټۍ وویل چې پر کورسک په بريد کې په نامعلوم شمېر کې کسان وژل شوي دي او دا بريد د امريکا لخوا د ورکړل شويو هېمرز توغنديو په واسطه شوی وو.
د مش ټيلېګرام چینل په وینا، په دې برید کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي، او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.
د دوی په وینا، په برید کې ډيرې مهمې تاريخي او ټولينزې ودانۍ ويجاړې شوې دي چې يو کالج يو کلتوري مرکز او یو سکول هم پکې شامل دي.
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت پر سفارتخانو بريد غندلی دی. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ميتيو ملر پر اېکسپاڼه ليکلې چې په سفارتکارانو او ډیپلوماټیکو تاسیساتو هر ډول حمله د منلو وړ نه ده.