د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې ولسمشر دفتر: في الحال د پوتین او ټرمپ د لیدو امکان نشته


پخوانی تصویر: ویلادیمېر پوتين او ډانلډ ټرمپ
پخوانی تصویر: ویلادیمېر پوتين او ډانلډ ټرمپ

کرېملېن ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوسني وخت کې د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د لیدو هېڅ پلان نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې ختمولو په موخه د سولې تړون ته د رسېدو خبرې زیاتې شوي دي.

ډانلډ ټرمپ د دیسمبر پر ۲۲مه د محافظه‌کارانو غونډې ته وویل: "ولسمشر پوتین غواړي څومره ژر چې ممکن وي، له ما سره وویني." د دې په ځواب کې د کرېملېن ویاند دیمتري پېسکوف د دیسمبر پر ۲۳مه تاس خبري اژانس ته وویل چې په جنورۍ میاشت کې د ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دندې د لوړې مراسمو وړاندې له هغه سره د پوتین د ملاقات هېڅ امکان نشته.

په دې وروستیو څو اوونیو کې د روسیې او اوکراین ترمنځ په جګړه کې زیاتوالی راغلی دی. مسکو په اوکراین د ډرونونو او میزایلو یوه لړۍ پیل کړې ده چې پکې ولسي وګړي او د انرژۍ زیربناوې په نښه کوي. بلخوا روسیه هم وخت ناوخت داسې خبرونه ورکوي چې ګواکې د اوکراین لخوا یې په هېواد کې بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG