د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قزاقستان کې د يوې الوتکې پریوتو پېښه کې ګڼ کسان وژل شوی


په الوتکه کې ۷۲ کسان سپاره وو
په الوتکه کې ۷۲ کسان سپاره وو

د قزاقستان په اکتاو ښار کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د راپریوتو په پیښه کې ګڼ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز خبرې اژانس د یو راپور تر مخه د امبرایر یوه مسافر وړونکې الوتکه چې له اذربایجان څخه روسیې ته روانه وه نن (د دیسمبر پر ۲۵مه) د قزاقستان په اکتاو ښار کې راپریوتی ده. په الوتکه کې د عملې په ګډون ۷۲ کسان سپاره وو. د قزاقستان چارواکو ویلي، چې په پیښه کې ۲۵ کسان ژوندي او په روغتونونو کې یې درملنه روانه ده.

پر سوشل ميډيا خپرو شويو ويډيګانو کې ښکاري چې پر يوې الوتکې په يوې ميدانۍ کې تر پريوتو وروسته اور پرې لګېږي.

د قزاقستان د بیړنیو حالاتو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د اور وژنې ادارې اور وژلی او ژوندي پاتې کسان یې روغتونونو ته رسولي دي.

د روسیې خبري اژانسونو ویلي، چې الوتکه په ګروزني کې د لړې له امله رالوېدلې ده. د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې په قزاقستان کې چارواکو ویلي چې دوی د تخنیکي ستونزې په ګډون د پیښې په اړه د بیلا بیلو تفصیلاتو جاج اخلي.

XS
SM
MD
LG