د پاکستان پوځ دعوه کړې چې د جنوبي وزيرستان په سرا روغه کې یې د دیسمبر پر ۲۴مه او ۲۵مه، په هدفې عملياتو کې ۱۳ وسلوال وژلي دي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د دیسمبر پر ۲۵مه، بيان کې ويلي دي چې د خفيه معلوماتو پر اساس د جنوبي وزیرستان په سره ورغه کې عملياتو پرمهال ۱۳ وسلوال يې وژلې دي چې د دوي په وينا ترهګريز فعاليتونو کې ککړ ول.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دي اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسي حال کې ده چې د بر جنوبي وزيرستان د مکين تحصيل جرګه وايي، د پوځ تر امر وروسته له مکين څخه له ۲۵۰ زیاتې کورنۍ کډه شوې دي. د جرګې په خبره پوځ ورته ويلي وو چې هغلته عمليات کوي.
تر دې مخکې د بنو جانیخېلو د دیسمبر پر ۲۳مه له دې کبله احتجاج کړی وو چې په وينا یې پوځ ورته ويليچې هغلته عمليات کوينو خلک دې کډه شي.