د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په جانیخېلو کې د ۳ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې


په بنو کې پولیس د امنیت پر ساتنه بوخت دي: انځورله ارشیفه
په بنو کې پولیس د امنیت پر ساتنه بوخت دي: انځورله ارشیفه

په خیبرپښتونخوا کې امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په جانيخېلو کې درې مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

په بنو کې د پوځ او استخباراتي ادارې چارواکو مشال راډیو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د ډېسېمبر د ۲۵مې نېټې په ماښام ناوخته د استخباراتي معلوماتو پر اساس په جانيخېلو کې عملیات وکړل چې پکې د وسلوالو درې قومندانان ووژل شول. پوځ ویلي چې وژل شوي کسان د اختر محمد په نامه د وسلوالې ډلې غړي دي. خو یادې ډلې لا په دې اړه څه نه دې ویلي.

دلته دا خبره د یادولو وړ ده چې د اختر محمد په نامه وسلواله ډله پخوا د تحریک طالبان پاکستان پورې مربوطه وه خو بیا وروسته د حافظ ګل بهادر ډلې سره شامله شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د بنو په ګډون د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې په دې وروستیو کې د ناامنیو پېښې او د هغې په غبرګون کې د امنیتي ځواکونو کارروايۍ زیاتې شوې دي.

د پاکستان حکومتي او امنیتي چارواکو په بیا بیا ویلي‌ چې په ملک کې یې د ترهګرو ملا ماته کړې او هغوی اوس د ملک په یوه برخه کې هم منظمې شبکې نه لري. خو یو شمېر سیاسي‌ ګوندونو او په ځانګړې توګه پښتون ژغورنې غورځنګ او ملتپالو ګوندونو وخت پر وخت د ریاست د دې بیانیې مخالف کړی دی. دوی تور پورې کوي چې ریاست د وسله والو له منځه وړلو ته سنجیده نه دی او په ارادي توګه د پښتنو پر خاوره ناامنۍ جاري ساتي. خو حکومتي او امنیتي چارواکي تل دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG